سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ولې د بندیانو خلاصون ځنډیږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 17, 2020
in تبصرې
0
د بین الافغاني خبرو ځنډول د زغم وړ نه دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د طالب بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ د دې سبب شوی چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل نه شي. له دې سره په ځینو سیمو کې د جګړو او نښتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. ویل کېږي چې فرانسې او اسټرالیا د افغانستان او امریکا له دولتونو غوښتي چې هغه طالب بندیان خوشې نه کړي چې د دغو هېوادونو د ځواکونو او وګړو په وژلو کې ښکېل دي. که څه هم د دغو طالب زندانیانو شمېر له شپږو تر لسو کسانو پورې ښودل شوی، خو حکومت نه یوازې دا چې دغه بندیان نه خوشې کوي، بلکې تر دریو سوو زیات نور هغه طالب بندیان هم نه خوشې کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې یې د خوشې کولو پرېکړه او تایید کړي وو.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

څو اساسي پوښتنې شته چې په ځوابولو سره یې ښکاریږي چې دا ډول خبرې یوازې د پلمې په توګه کارول کېږي او اصلاً په ارګ کې واکمن چارواکي نه غواړي چې بین الافغاني خبرې پیل شي. تر ګردو لومړۍ پوښتنه دا ده چې که ستونزه یوازې د هغو څو طالبانو په اړه وي چې اسټرالیا او فرانسې یې د نه خوشې کولو غوښتنه کړې ده، نو بیا ولې حکومت له څلورو سوو بندیانو څخه څه باندې درې سوه نور بندیان لا هم په بند کې ساتي. حکومت دې نور بندیان خوشې کړي او د لانجمنو څو کسانو په اړه پرېکړه دې د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستۍ پرېکړې ته پرېږدي. اوس خو حکومت د شپږو کسانو په پلمه د څه باندې درې سوو بندیانو خوشې کول ځنډولي چې دا په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده. حکومت په دې اړه خلکو ته وضاحت هم نه ورکوي او نه وايي چې ولې د دغو بندیانو خوشې کول ځنډوي او ولې په دې اړه د جرګې پرېکړې او غوښتنې ته درناوی نه کوي.

له بله اړخه کله چې په افغانستان کې د سولې او جوړجاړي خبره وي او زرګونه هغه طالبان خوشې کېږي چې جګړه یې کړې ده او امنیتي ځواکونه او ښايي عام وګړي یې وژلي وي، نو بیا د بهرنیانو وینې ته ولې د افغان تر وینې ارزښت ورکول کېږي. دا سمه ده چې له نړیوالو سره د اړیکو بحث شته، خو هېڅکله باید د افغان وینه د بهرني د وینې څخه کمه ونه ګڼل شي. کله چې زرګونه طالبان خوشې کېږي، حکومت باید د اسټرالیا او فرانسې له چارواکو سره خبرې وکړي او قانع یې کړي چې دا کسان هم باید خوشې شي. که خبره له قناعت څخه ووځي، بیا هم حکومت ته لاره شته او هغه دا چې د افغانستان سوله او مصلحت د فرانسې او اسټرالیا تر خپګان او خوشالۍ مهم دی. له همدې امله باید دا بندیان خوشي شي چې د سولې خبرو ته لاره هواره شي.

له بده مرغه په کابل کې چارواکي نه یوازې د سولې پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو نیت او اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې خنډونه پیدا کړي او آن که بل څوک هم خنډ پیدا کوي، دوی ترې ګټه اخلي او د بین الافغاني خبرو پیل ځنډوي. د اندېښې وړ دا ده چې له دې امله جګړه غځېږي او هره ورځ پکې افغانانو قرباني کېږي او خلک دردیږي، هغه درد چې په ارګ کې چارواکو نه احساس کړی او نه یې احساسوي.

Previous Post

که غواړی شتمن شی، له منفي فکره کسانو لرې اوسئ

Next Post

فارياب

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
فارياب

فارياب

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ا.ا تر اوسه له خپلو لیکو ۷۰۰ نامطلوب کسان ایستلي دي

ا.ا تر اوسه له خپلو لیکو ۷۰۰ نامطلوب کسان ایستلي دي

نوومبر 26, 2021
افغان حاجیانو ته د حج له پیسو اضافه شوې پيسې بېرته ورکول کېږي

افغان حاجیانو ته د حج له پیسو اضافه شوې پيسې بېرته ورکول کېږي

جولای 29, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved