سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر دیني عالمانو د بریدونو په اړه بې ځوابه پوښتنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 16, 2020
in تبصرې
0
د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شوي؟
657
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون ولسمشر غني امنیتي ادارو ته امر کړی چې د دیني عالمانو او جوماتونو امنیت ته پام وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د کابینې په غونډه کې ولسمشر غني ویلي چې د دیني عالمانو امنیت باید نور لومړیتوب وي. له همدې سره هممهاله دیني عالمان او د شېرشاه سوري جومات لمونځ کوونکي او د دغه جومات د شهید شوي امام کورنۍ وايي چې په جومات کې شوې چاودنه ډېره مشکوکه او ګونګه ده او حکومت یې په لازم ډول نه څېړي.

پر دیني عالمانو د وروستیو بریدونو په اړه ډېر شکونه او پوښتنې شته چې لا هم بې ځوابه دي او دا د حکومت مسوولیت دی چې دغو پوښتنو ته ځواب ووايي. دا بریدونه څوک کوي، ولې یې کوي او څنګه بریالي کېږي چې دا ډول بریدونه وکړي…؟ حکومت مخامخ مسوول دی، ځکه چې د خلکو د ژوند د خوندي کولو مسولیت لري. له همدې امله له یوه اړخه باید حکومت د دغو بریدونو مخه ونیسي او له بله اړخه ولس ته واضېح ځواب ووايي چې دا ډول بریدونه څوک او ولې کوي. حکومت ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه لري، د دوی دنده ده چې د دغو بریدونو پلانوونکي ومومي او خلک خوندي کړي. اوس له بده مرغه نه یوازې خلک خوندي نه دي، بلکې خلک پوهېږي هم نه چې څوک او ولې پر جوماتو، دیني عالمانو او لمونځ کوونکو بریدونه کوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

تر دې مهمه، خطرناکه او لویه جدي مسأله دا ده چې خلک خپله د حکومت په اړه بدګومانه کېږي. په شېرشاه سوري جومات کې له چاودنې وروسته لمونځ کوونکي او د سیمې اوسېدونکي په تکرار وايي چې له چاودنې یوه ورځ وړاندې امنیتي ځواکونو یا د امنیتي ځواکونو په نوم وسله والو جومات خالي کړی، خلک یې ترې ایستلي او کتلی یې دی. آن ځیني خلک وايي چې ښايي همدغو کسانو چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وي. حکومت ته پکار ده چې دغو تورونو ته ځواب ووايي. ایا رښتیا هم امنیتي ځواکونو جومات تلاشي کړی او که بل څوک دي؟ که بل څوک وي، نو څوک دي چې د امنیتي ځواکونو په جامو کې راځي، له جوماته خلک وباسي او تلاشي کوي؟ که امنیتي ځواکونه وي، ولې امنیتي ځواکونه جومات ته تللي، دوی هلته څه کول؟ که امنیتي ځواکونو ته د برید یا چاودنې معلومات وو او جومات یې کتلی، نو بیا ولې چاودنه وشوه؟ او که دا ادعا یو مخ ناسمه هم وي او هېڅوک جومات ته نه وي ورغلي، بیا هم حکومت باید واضح ووايي چې نه د دوی امنیتي ځواکونه او نه هم د امنیتي ځواکونو په نوم بل څوک له چاودنې وړاندې جومات ته تللي دي.

دا او دې ته ورته جدي، مهم او لوی شکونه او پوښتنې شته چې حکومت یې باید ځواب کړي. که تر اوسه پورې پر حکومت دا تور و، چې د خلکو د سر ساتنه نه شي کولی، نو له دې وروسته حالت تر دې هم خطرناک کېږي. که له ولس سره دا فکر پیدا شي چې حکومت یا حکومتي کړۍ په دغو بریدونو کې ښکېلې دي، نو بیا به دا د حکومت لپاره ډېرې ناوړه پایلې ولري. له همدې امله حکومت باید وضاحت ورکړي، خپل دریځ روښانه کړي او په دې اړه را پورته شوي شکونه او اندېښې ځواب کړي.

Previous Post

شېر شاه سوري جومات؛ دیني عالمان: حکومت وضاحت نه ورکوي، پېښه له شکونو او ابهاماتو ډکه ده

Next Post

په بیجېنګ کې د کرونا وبا نوې څپه او پر وړاندې يې چټک او غوره اقدامات

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په بیجېنګ کې د کرونا وبا نوې څپه او پر وړاندې يې چټک او غوره اقدامات

په بیجېنګ کې د کرونا وبا نوې څپه او پر وړاندې يې چټک او غوره اقدامات

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Blackjack Betting Chart Canada

سپتمبر 8, 2025
سرپرست حکومت: ۱۴ هېوادونو ته مو خپل ډیپلوماتان لېږلي دي

سرپرست حکومت: ۱۴ هېوادونو ته مو خپل ډیپلوماتان لېږلي دي

مارچ 26, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved