د بغلان ولایت د پلخمري ښار په ۶ ناحیو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې «یونپس» په مالي ملاتړ، د نږدې یونیم میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي. د دغو پروژو له ډلې د پلخمري ښار په درېیو ناحیو کې د ۲۴ میلیونه او ۳۶۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د پلخمري ښاروال قاري نقیبالله محمدي وايي، دغه درې سړکونه نږدې دوه کیلومتره اوږدوالی او ۵.۵ متره سور لري. د نوموړي په وینا، د سړکونو له جوړېدو سره به سلګونو کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او لسګونو سیمهییزو اوسېدونکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.














