د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یې له څه باندې ۳۹۳ زرو راستنېدونکو سره بېړنۍ مرستې کړې دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه مرستې د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مې پورې، د اروپايي ټولنې په ملاتړ، د هرات، نیمروز، کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې له راستنېدونکو سره شوې دي. د ای او ایم په وینا، راستنېدونکو ته د هغوی د بېړنیو اړتیاوو له مخې لنډمهاله سرپناه، لومړنۍ روغتیايي پاملرنه، د لېږد اسانتیاوې او څو موخیزې نغدي مرستې ورکړل شوې دي. دغه سازمان وايي، دا مرستې په داسې حال کې وړاندې شوې چې افغانستان د کډوالو د پراخو بېرته راستنېدو، طبیعي پېښو او د بشري مرستو د اړتیاوو له زیاتېدو سره مخ دی.














