د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له هرو ۳ کسانو یو له لوږې سره مخ دی او ښايي د خوړو ناورین تر راتلونکي ژمي لا پسې سخت شي. په افغانستان کې د دغه پروګرام مشر جان آیلیف ویلي، د مرستو د لېږدولو لګښتونه تر درې برابرو ډېر لوړ شوي، په داسې حال کې چې د مرسته کوونکو هېوادونو مالي مرستې هم کمې شوې دي. د آیلیف په وینا، د بودجې د کمښت له امله ډبلیو ایف پي اوس یوازې له هرو اوو خوارځواکو ښځو او ماشومانو له یوه کس سره د مرستې توان لري. د تورخم دروازې تړل کېدو، په سیمه کې د جګړو، د هرمز تنګي د وضعیت، د سونتوکو د بیو لوړوالي او د لېږد د لارو اوږدېدو، افغانستان ته د توکو او بشري مرستو د رسولو لګښتونه زیات کړي دي.












