په بدخشان ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه نندارتون د سمبالوونکو له قوله لیکلي، د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره بازارموندنه، د ملي صنعت دودول، د خلکو هڅول چې کورني تولیدات وکاروي او پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرول دي. په دغه نندارتون کې د خوراکي توکو، ټکنالوژۍ، درملو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او ګڼو نورو توکو ۱۱۰ غرفې اېښودل شوي چې ۶۰ یې ښځو او ۵۰ یې سړیو ته ځانګړې شوې دي.












