د هلمند بزګران وايي، چې سږ کال یې د کوکنارو پر ځای د انجې کرلو ته مخه کړې او ډيری بزګرانو په خپلو ځمکو دغه بوټی کرلی دی. د دوی په خبره، چې د انجې ګټه د کوکنارو په پرتله څو چنده زیاته ده او دا یې ښه بدیل دی. هلمند په تیرو څلو لسیزو کې د نړۍ په کچه د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدونکی ولایت ګڼل کېده، خو د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته یې اوس ډيری بزګرانو په خپلو ځمکو غنم،ځېره، انجه او نور کرنیز محصولات کرلي دي.











