په کابل ښار کې د نا امنیو په دوام، وسله والو ډلو له نوي تخنیک په ښار کې د بې نظمیو او خپلو بریدونو د دوام لپاره کار اخیستی دی. دا درېیم ځل دی چې په کابل ښار کې له موټرونو په استفادې راکیټي بریدونه کېږي، خو لومړی ځل دی چې په دغه پېښه کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي. تېره ورځ شاوخوا اته نیمې بجې په کابل ښار کې په بېلو برخو راکیټونه لګېدلي چې له امله یې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ درانه ځاني تلفات هم اوښتي دي. ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دغه بریدونه غندلي دي.
سره له دې چې د کابل د امنیت مسوولیت د ولسمشر لومړي مرستیال ته سپارل شوی او د دغه ښار د امنیت لپاره په سختو هڅو بوخت دی، خو بیا هم په کابل ښار کې جنایي پېښې او ترهګریز بریدونه روان دي. د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوې او تر څنګ یې ملکي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده. د دغه هر څه په دوام، تېره ورځ کابل ښار د ۲۳ راکیټي بریدونو شاهد و. د دغو راکیټونو له امله اته ملکيان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، د لسمې حوزې په مربوطاتو کې ۷ راکیټونه لګېدلي چې د معلوماتو له مخې، ۳ تنه یې وژلي او ۳ نور ټپیان دي، همداراز د ۱۵مې حوزې اړوند سیمه کې ۳ راکيټه لګېدلي چې تلفات نه لري. د نهمې حوزې اړوند سیمه کې یو راکيټ لګېدلی چې له امله یې دوه کسه ټپیان شوي دي. په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې له دغو توغندیو یو یې د دغه سفارت په مربوطاتو کې لګېدلی، خو مرګ ژوبله نه لري.
تر دې دمه د دغو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي چې دغه توغندي د وسله والو طالبانو له لوري پر کابل ښار توغول شوي، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یاده پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. کورنیو چارو وزارت وایي چې توغندي په کابل ښار کې له دوو سیمو تهیه مسکن او بادام باغ پر نورو سیمو توغول شوي دي.
له دې سره جوخت په هېواد کې د ځينو هېوادونو سفارتونو او نړیوالو بنسټونو دغه بریدونه غندلي دي. په کابل کې د برېټانیا، امریکا، پاکستان او ایران سفارتونو ویلي چې دغه ډول ړانده بریدونه له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی. د امریکا سفارت یې خپلو اتباعو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې دې په خوندي ځایونو کې پاتې شي او له تګ راتګ دې ډډه وکړي. همدا راز د برېټانیا سفارت بیا دا پېښې ټکان ورکوونکې بللې او تمه یې څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر بیا دغه پېښې غندلې دي او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د عاملینو په محاکمه او نیولو کې یې هڅه وکړي. د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه ډول ړانده راکیټي بریدونه او ملکي تلفات ټکان ورکوونکي دي او په کلکو ټکو یې غندلي.
ولسمشر غني هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه غندلي دي. نوموړي ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته اړتیا ده او تر څنګ یې ملګري ملتونه باید له خپلو صلاحیتونو د ترهګرو د کنټرول او کمزوري کولو لپاره استفاده وکړي. د ولسمشر غني په خبره، افغانان د نړیوالې ټولنې ملتیا ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت او د ترهګرۍ پر وړاندې د دغه حکومت له تګلارو کلک ملاتړ وکړي.












