سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

راکيټي بریدونه؛ وحشت او یو بد یاد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 22, 2020
in تبصرې
0
راکيټي بریدونه؛ وحشت او یو بد یاد
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون د کابل ښار په بېلابېلو ملکي سیمو ۱۴ راکیټي بریدونه وشول چې پکې اته کسان شهیدان او ۳۱ نور ټپیان شول. برید د ښار له منځه په دوو موټرو کې د ځای پر ځای شوو راکیټونو په وسیله وشو. طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي او کومې بلې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستی.

پر کابل ښار دا راکیټي بریدونه یو وحشیانه او ظالمانه عمل و چې پکې ټول ملکي ځایونه په نښه شوي وو او مرګ ژوبله هم یوازې ملکي وګړو ته اوښتې ده. دغو راکیټونو خلک ووېرول، ځینې ښوونځي رخصت شول او ډېرو خلکو ته یې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر مهال پر کابل ښار د ړندو راکیټونو د ویشتلو وخت ور یاد کړ. هغه وخت او بیا له هغه وروسته د تنظیمي جګړو پر مهال هم پر کابل ښار همداسې ړانده توغندي ورېدل چې پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته. دا بریدونه له هغو سره یو توپیر لري چې بریدګر معلوم وو او مسوولیت یې هم مانه، خو اوس د دغو بریدونو لاملین ورک دي، حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي او طالبان ترې یو مخ انکار کوي. له دې سره دا وېره شته چې ښايي نورې تخریب‌کاره ډلې د دغو وحشیانه بریدونو تر شا وي او په دې سره وغواړي چې د خلکو ژوند تریخ کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د بریدونو تر شا چې هر څوک وي، دومره ویلی شو چې وحشیان او ظالمان دي، خو دا هېڅکله د حکومت د ناکامۍ او کمزورۍ لپاره توجیه نه شي کېدلی. څنګه امکان لري چې داسې موټرونه چې په دومره ډېر شمېر توغندي پکې ځای پر ځای شوي وي او د کابل ښار تر مهمو سیمو راشي او له هغه ځایه دې بیا داسې بریدونه وکړي!؟ تر دې وړاندې هم داسې بریدونه شوي وو، ولې بیا بیا دغه ډول بریدونه کېږي؟ څنګه بریدکوونکي بیا بیا په ورته کار توانېږي؟ زموږ کشفي او استخباراتي ادارې او بیا پولیس ولې د دغه ډول بریدونو مخه نه شي نیولی؟

دا او دې ته ورته پوښتنې شته چې لا ځواب شوې نه دي او پکار ده چې حکومت یې ځواب کړي. له بده مرغه حکومتي چارواکي په ډېرو کوچنیو مسایلو بوخت دي. زموږ د ولسمشر لومړی مرستیال د کوڅو د غلو او سړکونو په پاکولو بوخت دی. امنیتي ادارې مو د بې کفایته او کمزورو چارواکو له امله فلج شوې دي او ورځ تر بلې نوې او خونړۍ پېښې پکې کېږي. له دغو پېښو سره پر کابل ښاریانو د وېرې او وحشت یوه څپه خپره ده او همغسې یو احساس ورته پیدا شوی، لکه د نجیب د وروستیو کلونو پر مهال چې ورته پیدا شوی و. دا رښتیا هم بد احساس دی؛ ځکه چې له یوه اړخه وېره او وحشت دی او له بله اړخه د بد راتلونکي بوی ترې راځي.

حکومتي چارواکو ته پکار ده چې له فساد او بې کفایتۍ را ووځي، د خلکو ژوند ته پام وکړي او پرې نه ږدي چې دا حکومت لا زیات د خلکو له سترګو وغورځي. پرونی حالت په هېڅ ډول د زغم وړ نه دی او که حکومت د دغسې بریدونو مخه هم ونه شي نیولی، نو بیا په رښتیا هم د نجیب د واکمنۍ د تکرار او بد راتلونکي وېره زیاته ده.

Previous Post

ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

Next Post

په کابل کې راکيټي بریدونو اته ملکيان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په کابل کې راکيټي بریدونو اته ملکيان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي

په کابل کې راکيټي بریدونو اته ملکيان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ازبکستان له افغاني لوري سره د ټرانس پروژې په تړاو خبرې کړې

ازبکستان له افغاني لوري سره د ټرانس پروژې په تړاو خبرې کړې

دسمبر 28, 2023

د چين او روسيې تر منځ د ستراتيژيکي امنيت د ۱۷مې دورې خبرې اترې به تر سره شي

سپتمبر 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved