د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کوچني بند جوړولو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې یاد بند د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سیدکرم ولسوالۍ په ملاخېلو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د اوبو دغه کوچنی بند ۳۱متره اوږدوالی، ۵ متره لوړ والی او ۷زره ۵۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې د کار په جریان کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.












