د خوړو نړیوال پروګرام وایي، تراوسه یې له پاکستانه راستانه کړل شویو ۲۸۰ زره افغانانو سره مرسته کړې ده. دغې ادارې نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغو مرستو کې خوراکي توکي او نغدې پیسې شاملې دي. د خوړو نړیوال پروګرام وړاندې ویلي، یوشمېر هغه افغانان چې له پاکستانه ایستل شوي نه پوهیږي چې څه وکړي او له ساړه ژمي څخه د ژغورنې لپاره چېرته پناه یوسي. د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو له ډاډ سره سره بیا یوشمېر اخراج شویو افغانانو ویلي چې مرسته ورسره نه ده شوې او که شوې هم ده په خبره یې د دوی اړتیاوو ته بسنه نه کوي.












