په کندهار ولایت کې د چرګانو دانې د تولید څلور کارخونې فعالیت کوي، چې په مرسته یې افغانستان له دې درکه پر ځان بسیا او په دې برخه کې د بهرنیو هېوادونو وارداتو ته اړتیا نه لیدل کېږي. د فابریکو مسوولین وايي، په لومړیو کې یې تولید کم وو خو اوس یې خو اوس چې بازار ښه شوی، په یوه ساعت کې ۴۰ ټنه تولید کوي. د دوی په خبره کومه دانه چې اوس تولیدیږي، د کندهار او ګڼو نورو ولایتونو لپاره بسنه کوي. د فابریکو د مسوولینو په وینا اوسمهال له بهرنیو هېوادونو په بشپړ ډول د چرګانو د دانو واردات بند شوي دي او چمتو دي، چې دغه دانه نورو هېوادونو ته هم صادره کړي.











