د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د یوناما له پخواني مشر، تدامیچي یاماموتو او د جاپان د ساساکاوا سولې د بنسټ له رییس سره لیدلي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د دغه بنسټ د رییس اتسوشي سونامي پر حواله لیکلي چې، د بهرنیانو له لوري لګول شوي بندیزونه بشري ناورین را منځته کوي. سونامي همدارنګه زیاته کړې په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره د نادولتي سازمانونو، کسانو او د دولتي بنسټونو د چارواکو ترمنځ د بېلابېلو غونډو جوړولو ته اړتیا ده، څو د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن له منځه یوسي. سراجالدین حقاني په کابل کې د ساساکاوا بنسټ د پلاوي حضور مثبت وارزاوه او ویلي یې دي چې سیاسي مسایل له خبرو اترو، تفاهم او د دوه اړخیزو اړیکو سره د حل وړ دي او بنسټونه باید د افغانستان د وضعیت واقعي انځور وړاندې کړي.











