په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د کوچني اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دوی به د افغانانو ترڅنګ پاتې کېدو ته دوام ورکړي. یاد سازمان ویلي چې افغانانو کلونه کلونه په جګړو کې تېر کړي دي او دوی حق لري چې په امن او سوله کې د یو او بل ترڅنګ ژوند وکړي. یوناما یو ځل بیا د افغانانو ترڅنګ پر پاتې کېدو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې ده چې دوی به په افغانستان کې د سوله ییز او سوکاله ژوند برابرولو برخه کې له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.












