فرانس ۲۴ راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ا.ا له لوري د نشهیي توکو پر کښت او قاچاق له بندیز وروسته، اوس نشهیي توکي تر ډېره د ډېورنډ فرضي کرښې ها غاړې ته تولیدیږي او بازارونو ته وړاندې کیږي. راپور کې راغلي، پاکستان چې اوس میلیونونه خلک پکې په نشو روږدي شوي، د نشهیي توکو د تولید تازه څپه به پر دغه هېواد پراخې او وېرانوونکې اغېزې وکړي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د نشهیي توکو زیاتوالی به د دغه هېواد د روغتیا، اقتصاد او جرمونو پر کچه منفي اغېزې ولري.
































