د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د قطر سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د قطر سفیر ویلي، هڅه کوي چې د روانو پراختیایي پروژو ترڅنګ په نورو برخو کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي د افغانستان او پاکستان ستونزو ته په اشارې ویلي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزو ته مناسب حل پیدا کړي. ډاکتر ملا عبدالواسع په بېلابېلو برخو کې د قطر ترسره شوې پروژې ګټورې بللي او د همکاریو کچې د لا زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده.































