د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ویلي، چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او نور هېوادونه دې د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي. د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې نوموړې ویلي، چې روسيه د چين د ملي حاکميت او خاورې بشپړتيا ته درناوی لري. روسيه د امينت شورا د تېرې مياشتې ناستې په اړه د امريکا او بريتانيا په شمول د ځينو هېوادونو له خوا د بحث لپاره د هانکانګ مسئلې له وړانديز سره مخالفه ده. هغې زياته کړه چې د دوی عمل د چين د ملي حاکميت خلاف دی او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړو او اړوندو قوانیونو څخه سرغړونه ده.
































