په هرات کې د مهاجرو د بیا راستنېدلو چارو ریاست وایي چې په تېرو دریو میاشتو کې تر ۲۲ زره زیات افغان مهاجر له ایران په اجباري ډول اخراج شوي دي. د دغه ریاست د چارواکو په وینا اوس هم هره ورځ شا او خوا ۵۰۰ مهاجر له ایران اخراجیږي چې پکې ښځې، بې سرپرسته ماشومان او ځوانان شامل دي. له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ په داسې وخت کې جریان لري چې دواړه هېوادونه له کرونا وبا سره لاس او ګریوان دي او د اخراجېدونکو کسانو شمېر لا زیات شوی دی. تر دې وړاندې د افغان مهاجرو پر وړاندې د ایران د پولیسو لخوا د تاوتریخوالي ډک چلن راپورونه ورکړل شوي وو چې په ځینو مواردو کې د ایران امنیتي ځواکونه د افغان مهاجرو په اوبو کې د غرقولو او د هغوی د لېږدونکي موټر پر سوځولو تورن شوي وو. خو د ایران له لوري تل دغه ډول تورونه رد شوي دي.