د هرات ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په اوومه ناحیه کې د ۲۴نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. د یاد سړک د چارو د پیل مراسمو کې د هرات ښاروالۍ مسوولینو، د قراردي شرکت له مسوولو غوښتي چې د یاد سړک چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي. دغه سړک په هرات کې د ١٤٠٣ کال د پراختیایي پروژو څخه دی, چې د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه پلې کېږي. ټاکل شوې, چې د یاد سړک د رغولو چارې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.












