د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۲مه نېټه د جاپان په پلازمېنې توکيو کې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو تر يوولسمې غونډې وروسته د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير ايوايا تاکيشي او د کوريا جمهوريت له وزير چاو دا يول سره په ګډه له خبريالانو سره وليدل.
وانګ يي وويل چې درېیو خواوو د اړوندو هېوادونو د مشرانو له نهمې غونډې راهیسې په درې اړخیزې همکارۍ کې مثبت پرمختګونه ستايلي او په دې اند دي چې د نړيوال جوړښت د بدلېدو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د کمزورتيا په حال کې درې هېوادونه دې ته اړتيا او مسؤليت لري چې د نظريو تبادلې زياتې کړي، متقابل باور لاټينګ کړي، خپلمنځي همکارۍ لاپياوړې کړي او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره لازيات ثابت عوامل برابر کړي. هغه وړانديز کړی چې درې خواوې دې لومړی خپلمنځي همکارۍ وساتي، دویم دې د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو لپاره هڅې وکړي، درېیم دې د خپلمنځي نظريو تبادلې لا پياوړې کړي او يو له بل څخه د تجربو زده کړه وکړي او څلورم دې څو اړخيزې همکارۍ لا پياوړې کړي.































