پرمختللي او پرمختيايي هېوادونه د نړيوال کېدو په زمانې کې د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا او د نويو ټېکنالوژيو د ودې د پياوړتيا په هڅه کې دي، خو پر وړاندې يې د انرژۍ مسئله هم پرته ده، چې کارپوهان يې يوه لویه ننګونه بولي.
د فوسيل د سون موادو له لارې د انرژۍ برابرونه نه يوازې د لوړ لګښت نيمګړتياوې لري، بلکې نړيوال اقليم او چاپېريال ته هم خطرونه پېښولی شي، نو ځکه ډېرو هېوادونو د لمري او بادي انرژۍ په شمول د پاکو او بيا کارېدونکو انرژيو پرمختګ يو مهم ستراتيژيک لوری ټاکلی او چين بیا په دې برخه کې مخکښ ځای نيولی دی.
د لمري او بادي انرژۍ په شمول له طبيعي سرچېنو څخه استفاده ساده کار دی، خو تر شا يې پېچلې او نوې ننګونې هم موجودې دي. ټولې سيمې د فوټو والټ برېښناکوټ او يا د بادي انرژۍ برېښناکوټ د جوړونې لپاره مناسبې نه دي.
په ليرې او ګوښه ځايونو کې په لويې اندازې توليد شوې برېښنا څنګه اړمنو ځايونو ته لېږدېدای شي او يا د برېښنايي کمبود د رامنځته کېدو پرمهال په لوړ مؤثريت د برېښنا زېرمه څنګه ترسره کېدای شي؟
د چين تصديو او کارپوهانو د يادو ستونزو د حل اغېزمنې لارې موندلي او د چټکې اقتصادي ودې او ټېکنالوژیکي پرمختګ د همغږۍ لپاره د دغو طريقو د پر له پسې ښه والي په هڅه کې دي.
د چين تجربې د افغانستان په شمول د پرمختيايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.
د انساسانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره، چې د چين له خوا وړاندې شوې، د ګردې نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره ګټوره ده او د نوې انرژۍ په اړه د ټېکنالوژيک نوښت او د تجربو د شريکولو په برخه کې د چين د عملونو څرګندويي کوي.
د چين ((د انرژۍ او برېښنايي قوت د پرمختګ لرليد )) راپور کې راغلي، چې د دغه هېواد چټک اقتصادي او ټېکنالوژيک پرمختګ انرژۍ ته د اړتياوو په زياتوالي پورې نژدې تړاو لري.
په لويې پيمانې د بيا کارېدونکې انرژۍ انکشاف او د برېښنايي سيسټم د انعطاف منونکي قوت لوړوالی برېښنا ته د مخ پر زياتېدونکو اړتياوو د پوره کېدو لپاره لازم کارونه دي.
که څه هم د انرژۍ په برخه کې د چين مصرفي اړتياوې مخ پر زياتېدو دي، خو چيني علمي څېړوونکي د چاپيريال ساتنې د ژمنې د پوره کولو، له اقليمي بدلون سره د مبارزې او د فوسيل پر سون موادو د اتکا د کموالي له امله، د پاکې انرژۍ د پرمختګ له لارې د نورو پلانونو په پيدا کولو بوخت دي.
په دغه راپور کې اټکل شوی، چې له ۲۰۳۵م کال وروسته به په چين کې د يو ځل انرژۍ مصرفي اندازه اوج ته ورسېږي، چې اندازه به يې له ۷ ميليارډو ټنو معياري سکرو سره برابره وي، په ۲۰۳۰م کال کې به يې د برېښنايي اړتياوو اندازه ۱۳ زره او ۳ سوه ميليارډو کيلو واټو ته پورته شي او په ۲۰۶۰م کال کې به يې دغه اندازه له ۲۱ زرو او ۸ سوو کيلو واټو څخه واوړي.
په چين کې د بيا کارېدونکې انرژۍ د سرچېنو د عرضې او تقاضا ترمنځ جغرافيايي نابرابري شته ده. د دغه هېواد شمال لوېديځې او شمالي سيمې غني سرچېنې لري او له دغو سیمو څخه لرې ختيځې او مرکزي سيمې بیا د برېښنا د استعمال مرکزونه دي.
د انرژۍ کارپوه فنګ جون شو وايي، د چين حکومت باید د دغې مسئلې د حل لپاره د سيمو ترمنځ د برېښنا د لېږد شبکو ابادي پياوړې کړي.
له هايډورجن انرژۍ (hydrogen energy) څخه استفاده د يادې مسئلې د حل لپاره مهم پلان بلل کېږي.
اټکل کېږي، چې په ۲۰۶۰م کال کې به د چين په شمال لوېديځ کې ۴۰۰۰ ميليارډه کيلو واټه بيا کارېدونکې انرژي د ځانګړو تخنيکونو له لارې پر هایډروجن انرژۍ بدله شي او بيا به د اوږدو نلليکو له لارې د هېواد شمالي، جنوبي او جنوب لوېديځو سيمو ته ولېږدول شي او د فولادو او سيمنټ د توليد او د بېړيو او هوايي چلند د سون موادو په برخو کې به وکارول شي.
برسېره پر دې، د انرژۍ د زېرمې عالي ټېکنالوژي هم ډېره مهمه ده.
دغه ټېکنالوژي به نه يوازې د چين د انرژۍ سيسټم اصلاح کړي، بلکې ډېرې اقتصادي ګټې به هم ورسوي، د چين د اقتصادي پرمختګ ملاتړ به وکړي او دوه موخې به چې يوه يې د انرژۍ ځان بسياينه او بله يې ايکولوژيکې برابري ده، پوره کړي.