د ایران او اسرايیل ترمنځ تازه جګړه او د تاوتریخوالي پراخېدونکي څرکونه د سیمې لپاره د یو بل خطرناک کړکېچ پیل ښيي. له بده مرغه، دا شخړه یوازې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ نه محدودېږي، بلکې امکان لري چې د منځني ختیځ نور هېوادونه، اسلامي نړۍ، او حتی د نړیوالو ځواکونو ستراتیژي هم تر خپل اغېز لاندې راولي. د دغې شخړې دوام او پراختیا نه یوازې انساني ناورینونه رامنځته کوي، بلکې د سیمې پر اقتصاد، سیاست او ټولنیز ثبات هم ژور اغېز کوي. افغانستان، چې له اوږدو کلونو وروسته د یو نسبي ثبات او امن سا اخیستې، باید دا وضعیت د پوره دقت، ژور لید او ملي هوښیارۍ له مخې وڅاري.
افغان ولس د جګړو، بربادیو، مهاجرتونو، او غمیزو اوږد تاریخ شاته پرې ایښی او اوس له یوې داسې مرحلې تېرېږي چې هر افغان د سولې، آبادۍ، او پرمختګ تمه لري. له همدې امله، د هرې داسې سیمې شخړې ته ښکیلول، چې له موږ سره مستقیمه اړیکه نه لري، نه یوازې غیرضروري بلکې خطرناکه هم ده. موږ باید د تاریخي تجربو پر بنسټ زده کړه کړې وي چې د نورو هېوادونو په نیابتي جګړو کې ښکېلول افغانستان ته یوازې زیانونه راوړي دي؛ نه عزت، نه پرمختګ او نه هم د ولس خیر.
د ایران او اسرايیل ترمنځ د جګړې خطرناک ابعاد، لکه د احتمالي نیابتي جګړو پراخېدل، د یمن، لبنان، سوریې، عراق، او نورو سیمو د اور لمبې بلول، دا ټول هغه خطرونه دي چې د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول ضعیف او له اقتصادي پلوه زیانمن هېوادونه لکه افغانستان، لا ډېر متضرر کولی شي. په داسې یو حالت کې باید افغان سرپرست حکومت د بې طرفۍ، د ثبات ساتنې، او د ملي ګټو پر محور ولاړ دریځ غوره کړي.
د افغانانو د ژغورنې یوازینی تضمین دا دی چې هېواد دې د نورو د سیالیو، نیابتي جګړو، او بلاک بندیو قرباني نه شي. ددې لپاره اړینه ده چې د افغانستان د بهرني سیاست بنسټونه باید پر “نه ښکېلتیا” او “هوښیار نظارت” ولاړ وي. هر اقدام چې د ایران یا اسرايیل د ملاتړ، غندنې یا مداخلې په بڼه تعبیرېدلی شي، باید له پوره سیاسي حساب سره ترسره شي. نه یوازې دولتي چارواکي، بلکې رسنۍ، دیني عالمان، مدني فعالان، او د ټولنې مشران هم مسؤلیت لري چې د ولس فکري فضا ته محتاطانه لارښوونه وکړي، څو افغانستان له دغه نویو جګړو لیرې وساتل شي.
له بل اړخه، دا هم مهمه ده چې افغان سرپرست حکومت د نړیوالو، اسلامي او ګاونډیو هېوادونو سره د محتاط دیپلوماسۍ له لارې اړیکې وساتي، او د منځګړیتوب، سولې او تفاهم پیغام ورکړي. دا به نه یوازې د افغانستان د وقار ساتلو لامل شي، بلکې د یوه هوښیار او ثبات غوښتونکي ملت حیثیت به هم افغانانو ته ورکړي.
په کور دننه، باید ټول امنیتي، سیاسي، او ټولنیز بنسټونه ددې خبرې درک ولري چې هر ډول بې احتیاطي، احساساتي دریځ، او یا هم بې ځایه طرفداري کولای شي چې افغانستان بیا د تاوتریخوالي، بې ثباتۍ، او نړیوال فشارونو د خطر له سیوري لاندې راولي. افغان ولس باید له خپل حکومته وغواړي چې د سولې او ثبات لپاره پرېکنده دریځ خپل کړي او د هر ډول نیابتي سیاستونو او بهرنیو تضادونو څخه ځان وساتي.
په پای کې، موږ باید په ګډه هڅه وکړو چې دا نسبي امن چې د کلونو قربانیو، هیلو او دعاګانو پایله ده، له لاسه ور نه کړو. دا وخت د هوښیارۍ، تدبیر، او ملي ژور لید دی. افغانستان دې خپل هېواد وساتي، خپل ولس د وساتي، او د سیمې له روانو جګړو څخه د لرې پاتې شي. هر عمل باید د سولې، ثبات، او پرمختګ له زاویې و ارزول شي، نه د احساساتو او لنډمهاله سیاستونو له مخې.
د سولې فضا قیمتي ده، راځئ چې دا وساتو.