د استرالیا صدراعظم انټوني البانیس به د چین صدراعظم لي چيانګ په بلنه د جولای له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې پورې له چین څخه رسمي لیدنه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په ۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې اړوند مالومات وړاندې کړل او و یې ویل، صدراعظم البانیس دغه سفر د چین او استرالیا د هراړخیزو ستراتيژیکو اړیکو د ټينګښت د دوهمې لیسزې له پیل سره سمون لري. د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې، د دواړو لوریو اړیکې پر له پسې پرمختګ او ښې شوي.
مېرمن ماو نینګ وویل، چین غواړي له استرالیا سره د صدراعظم البانیس سفر په مټ خپلمنځي همغږی او متقابل باور پیاوړی کړي، اغېزمنې همکارۍ نورې پراخې کړي او خپلمنځي هراړخیزې ستراتيژيکې اړیکې نورې ټینګې کړي.
































