پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې نوو توافقاتو ته رسېدلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په اړه په جوړ شوي دوه اړخیز کنفرانس کې دواړه لوري پر نږدې ۱۶ مواردو هوکړو ته رسېدلي دي. سرچینه کاږي چې ټول ټال ۲۱ موارد په دغه کنفرانس کې بحث ته وړاندې شوي وو، خو ټاکل شوې چې پر شپږو نورو مواردو پاکستاني او افغان چارواکي مخامخ بحثونه ولري. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست رسنیو ته ویلي چې پاتې موارد به افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په سفر کې حل شي. په دې کنفرانس کې خصوصي سکتور هم خپلې ستونزې شریکې کړې دي او پاکستاني لوري ژمنه کړې ده چې ټولو مواردو ته به پام کوي او ددواړو هېوادونو موخه به دا وي چې سوداګرۍ پراخه او په دې برخه کې ستونزې ختمې شي.
































