پخوانیو امریکايي چارواکو له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک ایسپر چې څو ورځې وړاندې د ټرمپ لخوا له دندې ګوښه کړل شو، وایي له افغانستان لا هم سیمې او نړۍ ته خطرونه متوجه دي. دده په خبره له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي نو ځکه ټرمپ ته په کار ده چې له خپلو عجولانه پرېکړو په شا شي. هغه ټرمپ ته په یوه لیک کې د سرتېرو د ایستلو د ناوړه پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې امریکایي چارواکي د مسایلو حساسیتونو ته متوجه وي. بلخوا ټرمپ پر خپل دريځ ټینګار کوي او غواړي په سپینه ماڼۍ کې یې تر ټولو مهم کار له افغانستان د سرتېرو ایستل وي.
































