د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د امریکايي پانګهوال جفري اپستین د جرمونو اړوند اسنادو له خپرېدو وروسته رامنځته شوې رسوایۍ د لوېدیځ د ځینو چارواکو ریښتینی څېره بربنډه کړې ده. لاوروف په یوه ټلویزیوني مرکه کې دا اسناد د «پټ اتحاد» برخه بللې او زیاته کړې یې ده چې دا کړۍ نه یوازې لوېدیځ اداره کوي، بلکې غواړي نړۍ هم د خپلې خوښې له مخې سمبال کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د دې رسوایۍ کچه ډېره جدي ده. جفري اپستین، چې په ۲۰۱۹ کال کې په زندان کې مړ شو، د کم عمره نجونو د جنسي استثمار په تور بدنام و او د هغه قضیه لا هم د بېلابېلو څېړنو او دعوو تر بهیر لاندې ده.

































