د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۵مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د امريکا او ايران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی دی.
لين جيان ويلي، چين د امریکا او ایران د لومړي پړاو د تفاهم يادښت په سر د توافق هرکلی کوي او په دې کې د پاکستان د منځګړيتوب قدرداني کوي.
نوموړي ويلي، هېواد يې هيله لري، چې امريکا او ايران په ټاکلي وخت ياد يادښت لاسليک کړي او اړوندې خواوې د سولې انتخاب وساتي او د خبرو او مذاکراتو له لارې ستونزې حل کړي.
هغه زياته کړې، چين به له نړيوالې ټولنې سره د منځني ختيځ او خليج سيمې د سولې او ثبات لپاره دوامدار مثبت رول ولوبوي.

































