په زابل ولایت کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو. ه دغه نندارتون کې ۳۰ غرفې جوړې شوې دي، چې پکې وچې او تازه مېوې، بېلابېل کرنیز محصولات او د مېرمنو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کېږي. د زابل د سوداګرۍ خونې رییس محمد هاشم مرغوال ویلي، چې دغه نندارتون ته له کندهار او یو شمېر بهرنیو هېوادونو څخه سوداګر هم راغلي، څو د دغه ولایت وچې مېوې او نور کرنیز محصولات وپېري. نوموړي زیاته کړه، چې د نندارتون موخه د زابلي تولیداتو او لاسي صنایعو بازارموندنه، خلکو او سوداګرو ته د سیمهییزو محصولاتو ورپېژندنه او د کورنیو او بهرنیو پېرېدونکو پام ورته رااړول دي.













