د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ګلبهار هرات د سمنټو د نوې فابریکې د بنسټ ډبرې ایښودلو مراسمو کې ویلي، افغانستان د سیمې په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې مهم موقعیت لري. نوموړي ویلي، ا.ا هڅه کوي د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې سیمهییزې او نړیوالې اړیکې پراخې کړي. برادر زیاته کړې چې افغانستان د طبیعي زېرمو له امله شتمن هېواد دی او د اقتصادي زیربناوو د بیارغونې هڅې روانې دي. هغه ویلي، د پانګهوالو د ملاتړ لپاره مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د نوموړي په وینا، د ګلبهار هرات د سمنټو نوې فابریکه به پر وارداتي سمنټو د هېواد اتکا راکمه، د کار زمینه برابره او د ساختماني چارو د پراختیا لامل شي.













