د ۲۰۲۶ کال د بنسټيزو علومو نړيوال کنفرانس د اګست په ۹مه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې پرانيستل شو، چې د ۳۰ هېوادونو او سيمو د پوهنتونونو، علمي او څېړنيزو ارګانونو څه باندې زرو کارپوهانو او استازو پکې ګډون کړی دی.
دغه کنفرانس به دوه اونۍ دوام ولري او ګډونوال به یې د بنسټيزو علومو پر اړوندو وروستيو لاسته راوړنو بحثونه وکړي او کوربه لوری به یې په دغې مودې کې د بنسټيزو علومو د مختلفو چارو په هکله کابو ۵۰۰ علمي غونډې ترسره کړي.
د نړيوالو جايزو ګټونکي به دغه کنفرانس ته خپل ځانګړي راپورونه وړاندې کړي او له ګډونوالو سره به خپلې وروستۍ څېړنيزې لاسته راوړنې شريکې کړي.














