ایپېک د اګست له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د چین د لیاو نینګ ولایت په دا لیان ښار کې ګمرکي فعالیتونه ترسره کړي دي.
د ایپېک دغه فعالیتونه د چین د ګمرکاتو ادارې په کوربتوب ترسره شوي او دا د ایپېک د لوړ پوړو چارواکو د درېیمې غونډې مهمه برخه بلل کېږي.
په دغو فعالیتونو کې د ایپېک د ټولو ۲۱ اقتصادونو د ګمرکونو استازو، د نړیوالو سازمانونو د استازو، د چیني او بهرنیو تصدیو د استازو او کارپوهانو په شمول ۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.
د چین ګمرکاتو ادارې د دغو فعاليتونو په څنډه کې د ایپېک د څو اقتصادونو له اړوندو ادارو سره د کرنې، خوراکي محصولاتو او ګمرکونو په برخو کې ۶ همکاریز تړونونه لاسلیک کړي دي.














