د چین مېډيا ګروپ د “کوچنی لوړغږی”پروګرام د خپرېدو د ۷۰ کلنۍ کلیزې په مناسبت، د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسیون رئیس شي جین پینګ ورته د مبارکۍ پیغام لېږلی.
شي جين پينګ په ياد پيغام کې ويلي، چې په تېرو ۷۰ کلونو کې د “کوچنی لوړ غږی” پروګرام تل ماشومانو ته ښې کيسې رسولې او د نسلونو د ماشومانو لپاره یې خدمتونه کړي دي. هغه هيله ښودلې، چې په راتلونکي کې چين مېډيا ګروپ او د کلتور او هنر نور کارکوونکي لا نوره هڅه وکړي او د ماشومانو لپاره لا زیات په زړه پورې او غوره پروګرامونه جوړ کړي.














