په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي، هېواد یې د افغانانو حقونه درک کوي او له افغان چارواکو غواړي چې د خلکو حقونو ته ژمن پاتې شي او له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزې ته دوام ورکړي. نوموړي لوېدیځ د افغانستان پر وړاندې په «دوهګوني چلند» تورن کړی او ویلي یې دي، له یوې خوا د افغانستان شتمنۍ محدودوي او له بلې خوا د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کوي. د روسیې استازي ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید له سیاسي او نورو شرایطو سره ونه تړل شي. هغه همدارنګه ویلي، په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو د کلونو حضور ناوړه پایلې لرلې دي.













