د قطر استازي عبدالله بن علي بهزاد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه عمومي غونډه کې ویلي، هېواد یې د منځګړیتوب، خبرو او بشري مرستو له لارې د افغانستان ملاتړ کړی دی. بهزاد ویلي، افغانستان لا هم له ګڼو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او ناامني، اقتصادي ستونزې، اقلیمي بدلون، بېځایه کېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل، د میلیونونو کډوالو راستنېدل، بندیزونه او د شتمنیو کنګل کېدل د دغه هېواد وضعیت ستونزمن کړی دی. نوموړي زیاته کړې، زدهکړې، په ځانګړې توګه د ماشومانو او نجونو زدهکړې، د قطر له لومړیتوبونو دي. د هغه په وینا، د قطر پراختیایي صندوق د ځینو بنسټونو په همکارۍ له ۲۰۲۳ کال راهیسې له شاوخوا ۳۰ زره له زدهکړو محرومو زدهکوونکو سره مرسته کړې ده.














