د فلسطين ولسمشر محمود عباس د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د اردن سیند پر لوېدیځې غاړې رامالله ښار کې دې هېواد ته د چین د دفتر د نوي مشر سون جن باورلیک ومانه. په دې وخت کې عباس وویل، فلسطین له چین سره د اړیکو پراختیا ته ډېر اهمیت ورکوي او هیله لري چې د فلسطین او چین ستراتېژیکې همکاريزې اړيکې په دوامداره توګه نوې لاسته راوړنې ولري.
عباس یوځل بیا د فلسطین له خلکو څخه د چین د ټینګ ملاتړ مننه څرګنده کړه. هغه ټینګار وکړ چې چین د فلسطین د ملي ازادۍ د مبارزې له مهال راهیسې تل د فلسطین ترڅنګ ټينګ ولاړ دی.
سون جن وویل، چې د خپل ماموريت پر مهال به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مهمو توافقونو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي او د چین او فلسطین ستراتېژیکو همکاريزو اړيکو ته به لا پراختیا ورکړي. څه موده مخکې، چین د فلسطین مسئلې د حل لپاره څلور اصول او په منځني ختیځ کې د نوي امنیتي چوکاټ د جوړولو لپاره څلور وړاندیزونه وړاندې کړل. چین به د همدې اصولو او وړاندیزونو پر بنسټ د فلسطین مسئلې د حل لپاره خپلو پرله پسې هڅو ته دوام ورکړي.














