د چين د ۲۰۲۶م کال د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د سپتمبر د ۱۳ مې نېټې په ماسپښين له ګڼ شمېر لاسته راوړنو سره پای ته ورسېد.
د دغه نندارتون په جریان کې څه باندې ۲۰۰ فورمونه، غونډې او د خدماتي محصولاتو د ورپېژندنې فعاليتونه ترسره شوي، تر ۱۸۳۰ زياتو تصديو په حضوري ډول په نندارتون کې ګډون کړی، ۱۰۳ تصديو او ارګانونو ۲۳۳ نوې لاسته راوړنې خپرې کړې چې پکې د ډيجیټل او ځيرک توليد، د حجرو درملنې او علمي ټکنالوژيکي ماليې په ګډون د پرمختللو برخو د ۱۱۹ نوي محصولات په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي دی. دغه راز ۱۱۶ زره مسلکي نندارچيانو هم په نندارتون کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي، چې د تېرې دورې په پرتله ٪ ۳.۷ زياتوالی ښيي.
عملي همکارۍ د دې نندارتون يوه لویه ځانګړتيا بلل کېږي. د نندارتون پرمهال د محصولاتو د معرفت لپاره ۱۳۴ فعاليتونه ترسره شوي چې د تېرې دورې په پرتله نږدې ٪ ۶۰ زياتوالی ښيي، دغه راز د نندارتون په موده کې د ۷ ډولونو څه باندې ۱۲۰۰ لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.














