د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وایي، شرایطو ته په کتو دې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې بورل پرون په ټیلفون له افغان ولسمشر اشرف غني سره د خبرو پرمهال دا هم وویل، چې اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې بهیر له نږدې څاري، نوموړي ويلي اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې تاوتریخوالی باید د پام وړ کم او دایمي اوربند وشي.
































