سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

خلیلزاد: نړیوال د ترکیې په کنفرانس کې له افغان حکومت د واحدې طرحې غوښتونکي دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 11, 2021
in افغانستان
0
خلیلزاد: نړیوال د ترکیې په کنفرانس کې له افغان حکومت د واحدې طرحې غوښتونکي دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ترکیې د کنفرانس له را نږدې کېدو سره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی. نوموړي پرون له ولسمشر غني سره دوه ځلې او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر او غړو سره کتلي دي. په دې لیدنو کې تر ډېره تمرکز پر افغان سوله، سیمه‌ییزه اجماع او د ترکیې پر راتلونکې غونډې شوی دی. امریکایي لوري ویلي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او افغان حکومت باید له یوې واضېح طرحې سره د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي.

وروسته له هغه چې د دوحې د سولې بهیر له ځینو خنډونو سره مخ شو او ځنډ پکې رامنځ ته شو، نو امریکا وغوښتل چې د افغانستان د سولې په مسئله کې ملګري ملتونه هم دخیل کړي. له همدې امله دا پرېکړه وشوه چې د افغان سولې لپاره به د ملګرو ملتونو په حضور کې په ترکیه کې غونډه جوړېږي. په دغه غونډه کې به طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرې کوي، دا به د دوحې د بهیر موازي بهیر نه وي، بلکي ستره موخه یې د دوحې بهیر چټکول دي. اوس تازه په همدې تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی افغانستان ته راغلی دی. هغه په ارګ کې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

زلمي خلیلزاد لومړی تر غرمې مخکې له ولسمشر غني سره وکتل او دا لیدنه د دواړو ترمنځ د پلاوي له حضور پرته ترسره شوې وه. په دې لیدنه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو او د استانبول پر راتلونکي کنفرانس خبرې شوې وې. خلیلزاد او مل پلاوي یې بیا مازیګر مهال یو ځل بیا له افغان ولسمشر او د کابینې له ځینو غړو سره د دویم ځل لپاره لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو بحث کړی دی. د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «په دغه کتنه کې چې نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، دواړو لوریو په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس، د هغه د مهالوېش، د یاد کنفرانس ګډونوالو د لیست پر نهایي کولو او  وروستیو تیاریو په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې».

ارګ د یادې لیدنې په اړه لا ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد له ډاکټر عبدالله او د ملي مصالحې عالي شورا له نورو غړو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د استانبول پر کنفرانس چې په نږدې ورځو کې به جوړېږي او دغه راز د داخلي اجماع تر څنګ پر سیمه ییزه اجماع هم خبرې شوې دي. زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا اوس او د سولې تر تامین وروسته د افغانانو تر څنګ ولاړ ده او د دوی ملاتړ ته به ادامه ورکوي. د خلیلزاد په خبره، د امریکا ستره موخه دا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي او له رامنځ ته شوي فرصت ګټه پورته کړل شي.

خلیلزاد دغه راز ویلي چې نړیوال د ترکیې په کنفرانس کې له افغان حکومت د یوې قوي طرحې د وړاندې کولو هیله لري. د خلیلزاد په خبره امریکا د افغانستان د سولې لپاره له ټولو پیل شوو هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي او نړیوال تمه لري چې افغان حکومت به د ترکیې په غونډه کې یوه واحده طرحه وړاندې کړي. سرچینه کاږي: «امریکا به د سولې په هڅو او له سولې وروسته د افغانانو ترڅنګ وي».

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، نړۍ تمه لري، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د یوې واحدې طرحې سره د استانبول کتفرانس کې ګډون وکړي. خلیلزاد له افغان حکومت غوښتي چې په یوه خوله د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي او ټول اړخونه دې په دغه کنفرانس کې یو واحد دريځ وړاندې کړي. له دې سره هممهاله د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې دوی د سولې لپاره د وړاندې شوو طرحو د توحید په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

Tags: Top
Previous Post

د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرحې ته کتنه

Next Post

خلیلزاد بیا د څه په لټه کې دی؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
خلیلزاد بیا د څه په لټه کې دی؟

خلیلزاد بیا د څه په لټه کې دی؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي له کروسي کسابا سره انلاين لېدنه وکړه

وانګ يي له کروسي کسابا سره انلاين لېدنه وکړه

نوومبر 8, 2022
حنیف اتمر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی

حنیف اتمر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی

سپتمبر 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved