چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

رښتیا هم یوازې دوه صفونه دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 19, 2021
in تبصرې
0
د جګړې د افغاني لورو مسوولیت زیات شوی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ولسمشر غني پرون ګواښ کړی چې که څوک د جمهوریت په صف کې نه وي، نو په دولت کې ورته ځای نشته. ولسمشر غني ویلي: «یو  د جمهوریت صف دی او بل د دښمن؛ هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه ودرېږي، نو ورته په دولت کې ځای نشته». ولسمشر غني په داسې وخت کې دا خبرې کوي چې نه یوازې د دولت او سیاستوالو ترمنځ د سولې او نورو لویو مسایلو په اړه پراخ اختلاف شته، بلکې په دولت کې دننه د چارواکو تر منځ هم پر سوله او اساسي مسایلو ژور اختلاف دی.

لومړی خو دا خبره ناسمه ده چې یوازې دوه صفونه دي، هغه هم د جمهوریت او دښمن؛ ځکه چې د افغانستان لویه برخه خلک په دې یوه صف کې هم نه دي. د افغانستان لویه برخه خلک نه د دې مفسد او وراسته حکومت برخه دي چې ځان جمهوریت ګڼي او نه هم د افغانستان دښمنان دي چې د خپل هېواد په ورانولو کې له پردیو سره کار وکړي. اشرف غني ولې تل نظام او حکومت سره ګډوي!؟ ولې باید جمهوریت او دا وروست، مفسد، ناکاره او بې کفایته حکومت سره ګډ شي!؟ د افغانستان هېڅ وګړی د نظام مخالفت نه کوي او نه غواړي چې بیا بې‌نظامه او بې‌سیستمه شي، خو هېڅ افغان اوسنی ظلم، فساد، خیانت او ناوړه حالت هم نه مني. که اشرف غني او نور حکومتي چارواکي یوازې خپله واکمني جمهوریت ګڼي او خپل هر کار ته د جمهوریت پوښ ورکوي او فکر کوي چې خلک پرې نه پوهېږي، تېروتنه کوي. خلک نظام او غله او مفسد واکمن سره بېلوي. خلک پوهېږي چې څوک د جمهوریت په نوم، د جمهوریت خلاف دریځ لري او هره ورځ د دې وطن شتمني لوټي او بهر ته یې وړي. خلک د جمهوریت او له بهره د څو راغلو مفسدینو او غلو ترمنځ توپیر کوي، چې نه د افغانستان په تاریخ او ارزښتونو پوهېږي او نه هم ورته ژمن دي. له همدې امله د دې ګډول تېروتنه ده او د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو هڅه ده. دا تصور باید اصلاح شي چې دوه صفونه دي، د مفسدینو او مظلوم ولس صف هېڅکله نه سره ګډ و او نه ګډېږي. عام ولس سوله او امن غواړي، نه د ظلم، فساد، خیانت او غلا ملاتړ کوي او نه هم غواړي چې یو ځل بیا بې‌سیستمه او بې‌نظامه شي.

له بله اړخه دا د جمهوریت اصل دی چې هر څوک کولی شي خپل غږ ولري او دا د جمهوریت په قوانینو کې صراحت لري. هر څوک حق لري چې د سولې او نورو لویو مسایلو په اړه متفاوت غږ او نظر ولري او آن د اساسي قانون د حکم پر اساس کولی شي چې د نظام د ډول د بدلون غوښتنه هم وکړي. هر څوک کولی شي چې له چارواکو جلا او متفاوت غږ ولري او هېڅوک دا حق نه لري چې دا غږ د دښمن صف وګڼي او غلی یې کړي. د متفاوت او مخالف غږ او نظر غلي کول او هغه د دښمن صف ګڼل د جمهوریت خلاف عمل دی. هېڅوک دا حق هم نه لري چې نور خلک له ځان سره په هغه فساد او ناقانونیو کې شریک وګڼي، چې یوازې دوی کړي او خلک ورسره مخالف دي. له همدې امله د حق او باطل دا کرښه ایستل د منلو نه دي او دا یوازې یو دېکتاتورانه، ناقانونه او د جمهوریت خلاف عمل دی.

Previous Post

وال سټریټ ژورنال: امریکا ته تر افغانستان نور ترهګریز مرکزونه نږدې دي

Next Post

له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ديپلومات نشریه: د افغان جګړې د ختمولو لپاره ټولې هیلې د ترکیې کنفرانس ته دي

له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیا کې دیني عالمانو د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی

پکتیا کې دیني عالمانو د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی

مې 1, 2022
د هلمند جګړه ځپلي: سرپرست حکومت دې کورونه را جوړ کړي

د هلمند جګړه ځپلي: سرپرست حکومت دې کورونه را جوړ کړي

جنوري 20, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved