د بغلان ولایت ځایي اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې په یو هوایي برید کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د مرکز پلخمري د سرخ کوتل سیمې اوسېدونکي وایي چې هوایي ځواکونو نن په دغه سیمه کې د طالبانو د ګمرک د له منځه وړلو په پلمه د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی دی چې په پایله کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور سخت ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې حکومتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.











