د افغانستان په ګمرکونو کې فساد په سیستماتیکه او پلان شوې توګه روان دی. د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ وایي د افغانستان تر ټولو ډېر عواید له ګمرکونو تر لاسه کېږي خو په دغه برخه کې هره ورځ میلیونونه ډالر حیف میل کېږي. ددغه بنسټ مشر اکرام افضلي وایي په ګمرکونو کې فساد په سیستماتیکه او پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې ښکېل دي. دده په خبره له امکاناتو سره سره افغان حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې ددې سیستماتیک لوټ او تالان مخه ونیسي. افضلي د فساد اوسنۍ کچه بوږنوونکې بولې او وايي چې دا لړۍ د افغانستان اقتصاد ته نه جبرانېدونکې ضربه ده. تر دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وو چې د فساد له امله په ورځ کې اته میلیونه ډالر د هېواد په ګمرکونو کې حیف میل کېږي.
































