وروسته له هغه چې په وروستیو کې پر حکومت د فساد تورونه ډېر شول غزال حارث له خپلې دندې استعفا کړې ده. هغې ویلې چې اوږده موده یې د پلټنې په اداره کې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکړه خو په وینا یې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې چاره سخته ده او نوموړې دوه ځله خپله استعفا ولسمشر ته استولې خو نه ده منظوره شوې. هغې هیله څرګنده کړې چې افغانستان په نږدې راتلونکې کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو واحد لیدلوری ولري. د پلټنې ادارې مشره داسې مهال له خپلې دندې استعفا کوي چې په وروستیو کې پر حکومت د فساد تورونه ډېر شوي دي. د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ او د ولسي جرګې ځینو غړو په وروستیو کې ادعا کړې چې فساد په پلان شوې او سیستماتیکه توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې ښکېل دي.
































