په هېواد کې د جګړو شدت او د ولسوالیو پرله پسې سقوط ولسمشر غني اړ کړ چې د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې بدلونونه راولي. په دغو تازه بدلونونو کې ولسمشر غني د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات او لوی درستیز یاسین ضیا له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان د سرپرستانو په توګه ګومارلي دي.
د ولسمشر د حکم له مخې، بسم الله محمدي د دفاع وزارت او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرستانو په توګه او دغه راز ولي محمد احمدزی د یاسین ضیا پر ځای د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.
د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې دا بدلونونه داسې مهال دي، چې په دې وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او د افغان ځواکونو د ډېرې مرګ ژوبلې او له طالبانو سره د ځینو امنیتي ځواکونو د یو ځای کېدو راپورونه هم خپرېږي. طالبانو ادعا کړې چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اووه ولسوالۍ نیولې دي. د سمنګان د دره صوف پایین، د تخار بهارک، د جوزجان مردیان، د فاریاب خواجه سبزپوش، د پکتیا میرزکه، د نیمروز خاشرود او د فراه پشتکوه هغه اووه ولسوالۍ دي چې طالبان یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نیولو ادعا کوي. بلخوا امنیتي ادارو که څه هم د طالبانو د تازه ادعاوو په اړه څه نه دي، ویلي، خو ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له دې سره جوخت په ملي شورا کې د هلمند ولایت ځینو استازو او د دغه ولایت ځوانانو تېره ورځ د «هلمند وژغورئ» په نوم ناسته کې وویل چې د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ سقوط دوی سخت اندېښمن کړي دي. د ولسي جرګې منشي او د هلمند ولایت استازي کریم اتل وویل، د پوځي تجهیزاتو د نه رسېدلو او غیر مسلکي ګومارنو له امله په هلمند او نورو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی دی. نوموړی وايي: «مرکزي حکومت د پوځي افرادو په ګومارنو کې ناغېړي کوي، بې تجربې خلک ګوماري، له دې سره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم پر وخت تجهیزات نه رسېږي، له همدې امله هلمند او ځینې نور ولایتونه له سقوط سره مخ شوي دي.»
بلخوا د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي چې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر هغه سیمې بېرته ونیسي، چې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. نوموړی وايي: «له بده مرغه د ناامنیو او تاوتریخوالي کچه پراخه شوې، خو وضعیت به دغه شان دوام ونه کړي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مشخص پروګرامونه لري، کوم ځایونه چې طالبانو نیولي او ترهګر فعالیتونه پکې ترسره کوي، ځواکونه به یې بېرته ونیسي.»
په امنیتي سکټور کې دا بدلونونه داسې مهال دي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له کبله نږدې ۴۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي، خو ملي دفاع وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو له یو شمېر ولسوالیو او نظامي مرکزونو نه تاکتیکي شاتګ کړی او ډېر ژر به دا سیمې بېرته ونیسي.
































