د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره کتلي دي. په دې لیدنه کې طاهریان پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه اتمر ته معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې د درېواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي. طاهریان په دې لیدنه کې د ایران، افغانستان او پاکستان د درې اړخیز کنفرانس په اړه خپله طرحه هم بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې ده او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د روانې جګړې د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو همغږي اړینه ده. اتمر هم ویلي چې افغانستان له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې لا ژورې شي. اتمر د سولې د راتګ او جګړې د ختمولو په برخه کې د ایران له هڅو مننه کړې ده او د لا همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.



































