د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او طالبانو ته په کار ده چې د جګړو له لارې نه بلکې د سولې او مذاکراتو پر مټ واک ته د رسېدو لارې چارې ولټوي. د نوموړې په خبره افغانستان ته یوازې او یوازې د مذاکراتو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو له لارې دایمي ثبات راتللی شي. نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې جګړې کمې کړي او مذاکرات چټک کړي، ځکه د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لار سوله او خبرې دي.
































