امریکايي استازي وایي د بایډن اداره دې د محمد اشرف غني له لوري د پیسو د لېږد مسئله په جدي توګه وڅېړي. د امریکا جمهوري غوښتونکو استازو ویلي داسې ادعا شته چې ګواکي اشرف غني له افغانستان د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر لېږدولي دي او دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. فاکس نیوز وایي امریکايي استازو په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک لېږلی دی څو دا مسئله ټولې نړۍ ته واضح کړي. د جمهوري غوښتونکو ارشد استازي جیمز کامر د امریکا په سنا جرګه کې ویلي چې د اګسټ تر یو دېرشمې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ددغه مسئلې د سپيناوي لپاره وخت ورکړی دی. یادو استازو ویلي که د پیسو لېږد حقیقت ولري نو امریکا باید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دا پيسې بېرته افغانستان ته وګرځوي او اشرف غني دې د میلیونونو ډالرو د اختلاس او تښتولو په تور محاکمه کړي.
































