د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر له الجزیره خبري شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي چې اوسمهال په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر د امنیت مسوولیت د دوی د ځواکونو پر غاړه دی. هغه زیاته کړې چې د دغه ډګر د تخنیکي مسائلو په اړه به له ترکیې او قطر سره خبرې اترې وکړي. د ویلو ده چې مخکې تر دې هم ترکیې ویلي وو چې طالبانو ورڅخه د کابل نړیوال هوایي ډګر په ساتنه کې د تخنیکي مرستې غوښتنه کړې ده او دوی دې ماموریت ته چمتو دي. مجاهد دغه راز د وروستيو امریکایي عسکرو په وتلو سره خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا چاره ټولو یرغلګرو ته د عبرت نه هېرېدونکی درس دی.
































