د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مسکو له افغاستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر تیارولو بوخت دي. که څه هم کابلوف د دغو مرستو د لېږد کره نېټه نه ده ښودلې، خو ویلي دي چې د دغه هېواد د دفاع او روغتیايي خدماتو وزارتونه د لېږد د الوتکو پر تیاري بوخت دي او په دې برخه کې کار په چټکۍ روان دی. نوموړي زیاته کړې، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه له افغانانو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو د تیاري عملیات روان دي.































