امریکا په کابل کې پر یوه کور د ډرون برید جرم نه بولي. د امریکا ددفاع وزارت یوې څارونکې ډلې ویلي چې په کابل کې یې د امریکا پر وروستي هوایي برید پلټنې ترسره کړې او دا معلومه شوې چې هغه یوه تېروتنه وه خو جرم نه دی. دغه ډله وايي امریکايي پوځيان ډاډه وو چې د ترهګرو ډلو غړي له دې کور پر امریکايي ځواکونو د برید پلان لري. څارونکو ویلي ټولې پلټنې ښيي چې دا یوه تېروتنه وه، خو جرم نه ګڼل کېږي. امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال په کابل کې د ډرون هوایي برید وکړ چې په هغه کې یې لس کسه ووژل چې ډېری یې ماشومان وو. دا برید په نړیواله کچه وغندل شو او پر امریکا سختې نیوکې وشوې، خو اوس دغه هېواد د لسو کسانو وژل کېدل جرم نه بلکې تېروتنه بولي.
































