اروپايي ټولنه وایي مرستندویه هېوادونه دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په تازه څرګندونو کې د افغانستان وضعیت ترینګلی بللی دی او په خبره یې لا ډېر خلک دلته بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او دوی دې له احتمالي ګواښونو وژغوري. اروپايي ټولنې ویلي چې دوی په خپل وار له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ناټو غړو هېوادونو دوه ورځنی کنفرانس پیل کړی دی او په هغه کې د افغانستان او اوکراین تر څنګ پر مهمو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کوي.
































